ښاغلي انور د ملي حکومت له مشرتابه هيله وکړه چې د مامورينو د زده کړو کچې لوړولو په برخه کې د ده د پلان ننګه وکړي

د افغانستان د عدليې وزارت وايي د دغه وزارت له نيمايي ډېرو کارکوونکو تر دولسم ټولګي زده کړې کړې او دې زياتې ستونزې راپيدا کړي.

د عدليې وزير عبدالبصير انور د راتلونکو ۱۰۰ ورځو کاري پلان وړاندې کولو پر مهال وويل د وزارت ۶۵ سلنه مامورين له دولسم ټولګي فارغ شوي.

ښاغلي انور وویل: ”ښه، راڼه او اغيزمن خدمتونه هغه وخت وړاندې کېدای شي چې د لوړو زده کړو لرونکي، متخصص او تجربه لرونکي کسان کار وکړي او د پروګرام ترڅنګ پر کارونو څارنه هم وي”.

د عدليې وزير وايي د دوی لويه برخه په ولايتونو او ولسواليو کې پر دندو بوخت دي.

وزير عبدالبصير انور وويل وزارت يې په خپل ۱۰۰ ورځني پروګرام کې په پام کې لري، چې په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې ۱۲۰ کسان د ازادې سيالۍ له لارې وګوماري.

دی وايي سلګونو نورو کارکوونکو ته به ځانګړې زده کړې ورکړای شي او آن ځينې حکومتي کارکوونکي به د نورو زده کړو لپاره پوهنتونونو ته واستوي.

ښاغلي انور د ملي حکومت له مشرتابه هيله وکړه چې د مامورينو د زده کړو کچې لوړولو په برخه کې د ده د پلان ننګه وکړي.

د حکومتي کارکوونکو د زده کړو ټيټه کچه په عمومي ډول د افغانستان يوه لويه ستونزه ګڼل کېږي او شنونکي وايي دا د کار پر روڼوالي، کره والي او آن په دولتي ادارو کې د فساد پر زياتېدو اغېز کوي.

که څه هم په تېرو ۱۴ کلونو کې د حکومتي کارکوونکو د وړتيا لوړولو په موخه ډېر پروګرامونه عملي شوي، خو ستونزې لا پر خپل ځای پاتې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *