په افغانستان کې ۵۰۰۰۰ طالبان جنګیږي

په افغانستان کې د طالبانو په ليکو کې شاوخوا پنځوس زره وسله وال کسان جنګيږي. نړيوال سوله ساته ځواکونه ونه توانيدل هغه څه چې ئي بايد ترسره کړي وای، ترسره کړي. دامطلب دشنبي په ورځ دروسيي د دفاع مرستيال وزير اناتولي انتونوف څر ګند کړی دي.

د «طالبانو غورځنګ» خپل لوړ پوځي قابليت خوندي کړی دي. دارزونو له مخې په افغانستان کې پنځوس زره جنګيالي په جګړه کې بوخت دي.او د هيواد نه بهر ترهګرو ته په کمپونو کې پو ځي او دځانمرګي بريدونو لپاره روزنه ورکول کيږي» ده دامطلب د اسيا دامنيت په نړيوال کنفرانس “Shangri-La Dialogue کې څرګند کړ.

دده په خبره دافغانستان په شمال کې وضعيت ورځ تربلي کړکيچن کيږی. هلته د «اسلامي دولت» د سخت دريځي ډلې موجوديت راځرګند شوی دي.

انتونوف وايي نړيواله ټولنه په افغانستان کې پخپله دنده کې ناکامه پاته شوي ده. په دغه هېواد کې امنيتي وضع دپخوا په شان دانديښني وړ ده. او دمخدره توکو توليد څو برابره زيات شوی دي

Author

خروج از نسخه موبایل