پښتنو په بلوچستان کې د ۱۹ مسافرو پر وژل کېدو اعتراض وکړ

پښتنو په بلوچستان کې د ۱۹ مسافرو پر وژل کېدو اعتراض وکړ

په بلوچستان ایالت کې د ۱۹ یرغمل شویو کسانو له بې رحمانه وژل کېدو وروسته پښتنو اعتراض پیل کړی او وايي تر هغو به دا کسان خاورو ته ونه سپاري چې حکومت د خلکو د امنیت تضمین ورنه کړي.

مظاهره چیانو نن د شپاړس تنو مړي او تابوتونه د اعتراض په دود د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار د حکومتي ودانۍ مخته کېښودل.

د جمعې په ورځ وسله والو کسانو په مستونګ کې له یوه بسه ۲۵ تنه برمته کړل او د هغو ۱۹ یې ووژل.

د پښتنو یوه ځايي مشر الله داد نن اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، ژوندي پاتې شوي کسان وايي چې وسله والو پښتانه له نورو مسافرو جلا کړل، کتار یې ودرول او ډزې یې پرې وکړې.

په ژوندي پاتې شویو کسانو کې یوه ماشوم، چې اقبال نومېږي، وویل:«موږ له پښین څخه کراچۍ ته روان وو، هلته مو په هوټل کې مزدوري کوله چې تېره شپه زموږ پر بس حمله وکړه.»

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو ځیني پښتانه مشران وايي چې په دې برید کې آی ایس آی لاس لري. د دوی په باور آی ایس آی دا کار د دې لپاره کړی چې پښتانه او بلوچ په خپل منځ کې ښکېپه جنګ واچوي.

خو پاکستاني چارواکي بیا د هند استخباراتي اداره (را) په دې جنایت کې په لاس لرلو تورنوي.

Author

خروج از نسخه موبایل