په لښکرګاه کې يو ښوونکی او يوه مېرمن وژل شوي

په لښکرګاه کې يو ښوونکی او يوه مېرمن وژل شوي

د هلمند چارواکي وايي چې په لښکرګاه کې يو ښوونکى د ناپېژاندو وسله والو له خوا او يوه مېرمن د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال باچا ګل بختيار د غبرګولي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د لښکرګاه ښار د ښوونکو په ښارګوټي کې يو ښوونکی د ناپېژاندو وسله وال له خوا پر ډزو وژل شوی دی.

ده زياته کړه،چې دغه ښوونکی عبدالباري نومېده او د شهيد عبدالمتين د لېسې ښوونکى و.

بختيار وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه يې په تور څوک نه دى نيول شوى.

د دې ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر هم د نوموړي ښوونکي وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې موټرسايکل سپرو وسله والو پرې ډزې کړې وې.

د ده په وينا، وسله والو هغه ته ټيلېفون کړى و او کله چې له کوره وتلى بيا يې پرې ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

د نوموړي په خبره ، ياد ښوونکي له چا سره دښمني نه درلوده.

بختيار دغه راز وويل چې نن سهار د لښکرګاه ښار د طالبانو په نوم نومرو سيمه کې يوه خاوند خپله مېرمن په خپل کور کې وژلې ده.

د نوموړي په وينا، د وژل شوې ښځې خاوند د پوليسو له لوري نيول شوى او پوښتنې ترې پيل شوې دي، خو دا لا نه ده روښانه چې نوموړي ولې خپله مېرمن وژلې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل