ترهگر په هر ځای کې ترهګر دي

ترهگر په هر ځای کې ترهګر دي

دروسيي دبهرنيو چارو وزير سرګي لوروف د «نړۍ والو حالاتو ته کتنه » په پروګرام کې دمرکې په ترځ کې د «اسلامي دولت» دستونزي او دهغه پرضد دمبارزي په اړه وويل چې دغه ستونزه دسوريي دحکومت دهمکارۍ پرته ناشوني ده.

دروسيي دبهرنيوچارو وزير واېی آييتلاف موجود دي هوايي حملې د «اسلامي دولت» پر مورچلو تر سره کيږي، خو ټول په ښکاره اعتراف کوي اووائي چې يواځي په هوايي بمباريو په «اسلامي دولت»برياليتوب ناشونی دي. په هر ډول چې وي بايد ځمکني عمليات تر سره سي. زه نه پوهيږم څنګه کيدای سي دسوريي پرته دغه پرابلم ته دحل لاره وموندل سي. دعراق امنيټي ځواکونه او دشيعه نوی تاسیس شوي ډله د کردي«پيشمرګه »سره متحد شوي اوخپل فعاليتونه په هماهنګ شوي ډول پر مخ بيايي او هڅه کوي هغه ښارونه اوسيمي چې «اسلامي دولت» نيولي، بيرته ونیسي. زه ډاډه يم چې دسوريي دولت هم ورته عمل ته چمتوالی لري

نو له دې کبله د جان کيري سره زموږ دخبرو لومړۍ موضوع داوه چې دترورستي ګواښ سره داغيزمنې مبارزي دپاره بايديوه واحده کړنلاره ترتيب سي. دغه تګلاره نه يواځي دعراق اوسوريي د کړکيچ دهوارۍ په موخه عملي بڼه غوره کړي ، بلکې دټولي سيمي او په هرهغه ځای کې چې د «اسلامي دولت» خطر موجود وي.تنظيم سي، ، داهم بايد له ياده ونه باسو چې يو شمير ترهګري کړۍ «اسلامي دولت» ته چې داسلامي خلافت اعلان يي هم کړي دي، خپل بعيت څرګند کړی دي.

په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » وسله والو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی ، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی ، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل