په بغداد کې چاودنو ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د بغداد دوو لوکسو هوټلو ته څیرمه چاودنې شوې

عراقي پولیس وايي، د بغداد دوو لوکسو هوټلونو ته څېرمه چاودنو لږترلږه لس کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

په سیمه کې تور لوګی پورته کېږي، او امبولانسونه هرې خوا ته ځغلي، خو له چاودنو وروسته تر څلورو ساعتونو پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل

لومړۍ چاودنه د بابل په نامه یوه هوټل ته څېرمه شوې، خو دویمه بیا لږ وروسته د عشتار (مخکیني شیراتون) په نامه هوټل شوې ده.

دغه بریدونه عراق ته د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره هم مهاله شوي.

عراقي پولیس وايي، د بابل هوټل د موټرو تمځي کې یې یو ځای پرځای شوی ماین شنډ کړی دی.

د بغداد دغه هوټل په وروستیو کې بېرته رغول شوی دی.

پر یادو هوټلونو په ۲۰۱۰ کال هم خونړی بریدونه وشول، چې تر ۳۰ ډېر کسان پکې وژل شوي وو.

په وروستیو کلونو کې د فلسطین په نامه هوټل خونړي بریدونه شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *