په اعدام شویو کې د اندونیزیا یوه میرمن سنتي زینب هم شامله وه چې د اندونیزیا حکومت یې دماغي حالت ناسم بللی و.
د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د څار ادارې پر نیوکو سربېره هم سعودي روان کال د ۱۰ پاکستانیانو په ګډون تر اوسه ۸۸ کسان اعدام کړي.
د نړیوال خبري اژانس “ای اېف پي” راپور پر بنسټ سعودي کې تر اوسه ۲۰۱۴ کسان اعدام شوي.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت وايي د سې شنبې (می ۲۶) په ورځ چې کوم دوه کسان اعدام شول د سعودي تابعیت یې درلود، یو یې د نشه یی توکو پر قاچاق محکوم و او بل یې د قتل په جرم اعدام شو.
د “ای اېف پي” په راپور کې راغلي چې د سعودي حکومت په ۲۰۱۴م کال کې ۸۷ کسان اعدام کړي و او روان کال يې تر اوسه ۸۸ کسان اعدام کړي.
سږ کال په اعدام شویو کسانو کې ۸ یې د یمن و.
د دې تر څنګ د پاکستان، شام او اردون هم لس لس وګړي اعدام شوي.
په اعدام شویو کې د اندونېزیا یوه مېرمن سنتي زینب هم شامله وه چې د اندونېزیا حکومت یې دماغي حالت ناسم بللی و.
د بشري حقونو نړیوال سازمان “امنېسټي انټرنېشنل” وايي سعودي کې د اعدام په پرېکړو کې زیاتوالی راغلی، دوی یې لاملونه ناڅرګند بللي خو ویلي یې دي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.
د دغې ادارې یوه کارکوونکي ویلي چې د غیر قانوني توکو په قاچاق کې د زیاتوالي لامل بې وزلي ده.
خلک بې وزله دي او همدا لامل دی چې دوی دغه ډول ناقانونه کارونو ته زړه ښه کوي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې په سعودي کې تر ډېره د اعدام سزا هغو کسانو ته ورکول کېږي چې کمزوري وي او حکومت سره ډېر تړاو نه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *