له پنځو وزیرانو پرته هیڅ چارواکي خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړي

د حکومت اوسنيو او پخوانيو ډېر شمېر چارواکو پخوا هیڅ نه درلودل، خو اوس د ډېرو پیسو او شتمنیو خاوندان دي او حکومت د دوی د شتمنیو د ثبت په برخه کې پاتې راغلی

كابل – د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ حکومت له مالي فساد سره په مبارزه کې پړ بولي او وايي، مسفد چارواکي لاهم پر ډېرو دولتي څوکیو واکمن دي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رئيس اکرام افضلي وایي، ډېر اوسني او پخواني چارواكي چې پخوا یې هېڅ نه درلودل اوس د ډېرو پیسو او شتمنیو خاوندان دي، خو نه غواړي چې په دې اړه ملت ته حساب ورکړي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وايي، د کابینې له پنځو وزیرانو پرته د ولسمشر او اجرائیه رئیس په ګډون هېڅ یو حکومتي چارواکي تر اوسه خپله شتمني نه ده ثبت کړې.

هاخوا د ولسي جرګی غړي ذکریا ذکریا او فتیح الله قیصاري هم له كابل نيوز سره په دې برخه کې حکومت په بې غورۍ تورنوي او وایي، د دولتي چارواکو د شتمنیو ثبت د مالي فساد په مخنیوي کې مهم رول لري.

په افغانستان کې د جګپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت پر بهیر په داسې حال کې نیوکې کېږي، چې تل افغان دولت د مالي فساد له امله د خلکو او نړیوالې ټولنې له سختو انتقادونو سره مخ دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *