د وزیر محمد اکبر خان برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسید

د وزیر محمد اکبر خان برید د ۴ بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسید

په دې برید کې چاته زیان نه دی اوښتی

تیره ورځ ناوخته څلورو بریدګرو د وزیر محمد اکبر خان سیمې پر یوه هوټل چې ډیری پکې بهرني وګړي اوسیدل برید شوی دی. دا برید له شپږ ساعتونو نښتې وروسته پای ته ورسید. امینتي مسولین وایي په دې برید کې یواځې څلور بریدګر د پولیسو له لوري وژل شوي، د هوټل اوسیدونکو او امنیتي سرتیرو ته کوم زیان نه دی اوښتی. دا چې ترهګرو تر سخت امنیتي چمتوالي لاندې دې هوټل ته لاره پیدا کړې مالومات نه دي تر لاسه شوي. د ویلو وړ ده چې پر دې هوټل په دوه زره لسم کال کې هم برید کړی وو.

د تیرې شپې د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخستې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل