ملي دفاع وزارت د ۵۸ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت د ۵۸ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي او محاربوي عملياتو كې د دوو قوماندانانو په ګډون ۵۸ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، ۴۱ تنه ټپيان دي او ۲۵ شكمن كسان ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، لغمان، لوګر، پكتيا، پكتيكا، غزني، بدخشان او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

خبرپاڼې زياته كړې، چې د وسله والو مخالفينو بريد او د سړك غاړې ماين چاودنو كې د ملي اردو ۱۰ سرتېري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

Author

خروج از نسخه موبایل