د حکومت سلو ورځو پلان ور معرفي شو

د حکومت د سلو لومړنيو ورځو پلان ځيړنه به د عدلي او قضايي بنسټونو د کړنې او لويو پروژو د پلي کولو اساسي څيرنې لامل شي

ولسمشر د وزارت خونو لومړي سل ورځيني پلان د ور پيژندلو په مراسمو کي وويل: ددي بهير موخه د حکومت ژمنو پلي کول او له تيرو تيروتنو د زدکړې تر لاسه کول ده، چي د حکومت کړيو ژمنو پلي کولو ته به لاره هواره کړي

نن د وزيرانو د سل ورځيني لومړني پلان ور پيژندنه پيل شوه، او ولسمشر یي موخه له تیروتنو د زدکړو تر لاسه کول وښوده. ولسمشر ټینګار کړی، چې دا بهیر به د حکومت له کړنو ملي شورا ته په ښه توګه د څارنې لاره هواره کړي.

ولسمشر زیاته کړه، د هرو سلو ورځو په وروستیو کې به، د وزارت خونو یو میاشتنۍ فعالیت څیړل کیږي او دوهم سل ورځينۍ پلان به وړاندې کیږي. دوی ویلي: په لومړیو سلو ورځو کې به د وزیرانو ټولیزه چوپړتیا څیړل کیږي او په دوهم سل ورځينې پلان کې به والیان او وزیران په ګډه سره کار کوي.

د لومړي سل ورځينې پلان په مراسمو کې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني، وویل: حاجیان به په روان کال کې له ډيرو آسانتیاوو څخه برخمن وي. دوی خپل کاري پلان په پنځو برخو ویشلی ویلي یي دي چې د جمعې خطبو وخت به پر یوه وخت وي او له دې وروسته به د امامانو لپاره د خطبو موضع په لنډ پیام سره ور استول کیږي.

له دې سره دوی ویلي په لومړیو سلو ورځو کې به د جوماتونو کره شمیره معلومه او د عالمانو لپاره به اوه سوه نوي پوستونه رامنځ ته کړي. دوی زیاته کړې، په جوماتونو کې د اجیرو امامانو لړۍ به پای ته رسول کیږي، دوی او دیني عالمان به په رسمي توګه په دې وزارت کې دنده تر لاسه کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل