هندي چارواکيو تر نږدې راتلونکي د چابهار بندر د تړون له لاسليکه خبر ورکړی ويلي يي دي: چي دا بندر به تر نږدې راتلونکې پرانستل شي
دا بندر د سيمه ايزي سودگرۍ لپاره ډير اهميت لري او د افغانستان لپاره هم د پاکستان د کراچي بندر پر ځاي ښه ټاکنه گڼل کيږي
د هنند د لويو او مواصلاتي لارو وزير(نيتن گد کاري) ويلي، د چابهار بندر د پرانستلو کار پیل شوی چې تر ۱۸ میاشتو به بشپړ شي.
ګدکاري زیاته کړې، چې ددې بندر تړون به تر راتلونکو دریو میاشتو لاسلیک شي.
چابهار بندر د افغانستان هندوستان او ایران په هوکړې سره فعالیږي.
د هند مواصلاتو او لویو لارو وزیر ویلي، په دې لاره به سوداګریزه راکړه ورکړه د راتلونکې کال تر دسمبره پیل شي.
د هند لومړي وزیر نوي ډهلي ته د ښاغلي غني د سفر پر مهال ویلي وو، چې د چابهار بندر به پرانیزي.
دا بندر نږدې ۸۵ میلیونه ډالره لګښت لري او د افغانستان په څیر په وچه کې هیوادونو ته ډیر اهمیت لري ځکه چې دا بندر د هیواد د تړلتیا په برخه کې ډيره مرسته کولای شي او د پآکستان کراچۍ بندر پر ځای به ترې کار اخستل کیږي. د کراچی لاره هغه لاره ده چې تل پاکستان پر افغانستان د فشار راوستلو په برخه کې ترې کار اخستی دی.