هلمند كې ۲۶ امنيتي سرتيري وژل شوي

د هلمند په نوزاد ولسوالۍ د امنيتي ځواكونو پر مركز د وسله والو طالبانو بريد کې ۱۹ پوليس او د ملي اردو اوه سرتيري وژل شوي دي.

د نوزاد ولسوالۍ امنيه قومندان نفس خان ته ویلي، چې په دغه بريد كې ۱۹ پوليس او د ملي اردو اوه سرتيري وژل شوي دي.

نوموړي زياته كړې، چې وسله والو دوی محاصره کړي او د دوی ډیرې وسلې او وسایل یې هم ترې نیولي دي.

بلخوا د هلمند د ولايتي شورا غړي عطا‌ءالله افغان رسنيو ته ويلي، چې يوه ډله وسله والو طالبانو د دوشنبې له شپې راهيسې د نوازد ولسوالۍ پر بېلابېلو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړې، چې په دغو بريدونو کې تراوسه د ولسوالۍ د جنايي مدير په ګډون ١٤ پوليس او اووه د ملي اردو سرتيري وژل شوي دي.

د ده په وينا، په همدې پېښو کې ۶ پوليس هم ټپيان دي او يو د پوليسو ټانګ او ځينې وسلې هم طالبانو له ځان سره وړي دي.

د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسوليار هم رسنيو ته منلې، چې په نوزاد کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه كړې.

وسله والو طالبانو د دغه بريد پړه پرغاړه اخيستې او د همدې ډلې يوه وياند قاري قاري يوسف احمدي ادعا كړې، چې په نوزاد کې يې ۲۶ امنيتي مسوولين وژلي، ۱۱ يې ټپيان كړي او يوه اندازه وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

نوموړي په دې جګړو کې د خپلو پنځو ملګرو د وژلو کېدو پخلى هم کړى.

Author

خروج از نسخه موبایل