په نورستان ولايت کې لس وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي

په نورستان ولايت کې لس وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سیلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي وويل چې د دغو لسو تنو د ډلې مشري د محمدنبي په نوم يوه قوماندان کوله.

هغه زياته کړه چې دوى د نورستان د نورګرام ولسوالۍ د کله تن سيمې اوسېدونکي وو او د دولت پر ضد يې وسله وال فعاليت کاوه.

هاتفي وايي چې دغه ډله د سيمې د قومي مشرانو د هلو ځلو په پايله کې پرون له خپلو وسلو سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل