پاکستان له طالبانو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده

پاکستان له طالبانو د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده

په داسي حال کي چي په چين هيواد کي د سولي عالي شورا او وسله والو طالبانو ترمنخ د خبرو ريپوتونه ورکرل شوي پاکستان طالبانو د پسرلنيو بريدونو په هکله خبرداري ورکري او ددي بريدونو د بندولو غوشتنه يي کري ده

د پاکستان حکومت یوه چارواکي چې نه یي د غوښتې نوم یي واخستل شي ویلي: اسلام آباد له طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د بندلو غوښتنه کړې ده. د سرچینې په حواله، که چیرې طالبانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي د ا فغانستان او پاکستان له ګډ غبرګون سره به مخ شي. ده ویلي افغان حکومت هم د اسلام آباد له دې خبرداری څخه خبر دی.

له بلې خوا ویل شوي چې د سولي عالي شورا یوه پلاوي په پټه په چین کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي، ویل کیږي، دا لیدنه د چین په اورمچي ښار کې ترسره شوې او د پاکستان اسختباراتي ادارې دې لیدنې ته لاره هواره کړې ده. ددې لیدنې موخه د پخلاینې خبرو لپاره لومړنیو ګامونو ته د لارې هوا رول ښودل شوې ده. خو د طالبانو ویاند په چین هیواد کې د سولي عالي شورا له پلاوې سره هر ډول لیدنه او خبرې رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې افغان حکومت تل اسلام آباد په افغانستان کې د سولې په برخه کې په ناغیړی تورن کړی. همدارنګه په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوکړه لیک په هکله خبرې را پورته شوې چې په افغانستان کې یي د ډیریو ادارو او بنسټونو غبرګون هم را پارولی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل