ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي او محاربوي عملياتو كې د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۲ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، كندوز، هرات، غزني او فراه ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
خبرپاڼې زياته كړې، چې د وسله والو مخالفينو د درنې وسلې بريد او د سړك غاړې ماين چاودنه كې د ملي اردو اته سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.