زابل کې ځانمرګي برید ۴۰ تنه ټپیان کړل

د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وایي، یوه ځانمرګي بریدګر په مازدا کې چاودېدونکي توکي ددغه ولایت د ولایتي شورا پر ودانۍ چوولي، چې د درو مېرمنو په ګډون لږترلږه ۴۰ کسان پکې ټپیان شوي.

فراهي وایي د دوی څېړنې ښيي، چې ځانمرګي بریدګر په مازدا موټر کې نژدي ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وايي، په برید کې د ولایتي شورا دوه وکیلانې هم ټپیانې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چاودنه دومره ځواکمنه وه، چې نژدې کورونه او ودانۍ یې اغېزمنې کړې.

د زابل د ولایتي شورا منشي اسد الله کاکړ وایي، په چاودنه کې د دوی یو آشپز او دوه ساتونکي هم ټپیان شوي.

د برید په سیمه کې نورې دولتي ودانۍ هم دي.

وسله والو طالبانو د یوه لنډ لیکلي پیغام له لارې یوازې د برید مسؤولیت منلی، خو د زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل