د سوریې ستونزې د هواری لپاره ناسته تر سره کیږي

د سوریې ستونزې د هواری لپاره ناسته تر سره کیږي

مخکې له دې هم بې پایلې ناستې تر سره شوې دي

د دوشنبی ورځی څخه، چی د مای د میاشتی ۲۵ مه نیټه ده د چهارشنبی ورځی پوری چی د مای د میاشتی ۲۷ نیټی سره سمون خوری، د سوریی د اپوزیسین د استازو خبری تر سره کیږی. دغه خبر د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپور شوی دی.

په خبر کی ویل کیږی، چی « خبری په تر تړلو ورونو تر شا تر سره شی، د خبرو وروسته خبریزه ناسته هم په پام کی نیول شوی ده، د ناستی د ځای او وخت په هکله خبر به وروسته خپور شی».

له دی مخکی د سوریی د اپوزیسیون استازو د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف ته وړاندیز کړی وو، چی په سوریی کی د بحران د له منځه وړلو په موخه د منځکړی په توګه برخه واخلی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوی؛ چی قزاقستان پریکړه وکړه، د منځګړی په توګه د سوریی اپوزیسیون خبرو اترو لپاره ځای بیل کړی او بریالیو خبرو لپاره ښی زمینی برابری کړی.

Author

خروج از نسخه موبایل