له ماتې وروسته د داعش پرمختګ

په عراق کی د داعش وسله والی ډلی تیره اونی پرمختک کړی دی له هغه وروسته چی دی دلی په تکریت صلاح الدین او دیاله ایتالتونو کی د عراقی خواکونو له لوری سخته ماته وخوره ددی دلی قومندانانو د خپل مشر ابوبکر بغدادی د تپی کیدو او وژل کیدو خبرونه هم خپاره کرل خو دی دلی خپلو بریدونو ته زور ورکرل او اجازه یی ورنکره ترخو داعش په منخنی ختیخ کی له پامه لری شی د دا عش وسله والی دلی د تیری اونی په لر کی رمادی شار ونیو او د روسیی پالمیرا شار یی هم تر واک لاندی راوست د داعش پرمختگ له یوی لویی ماتی وروسته د پوشتنی او اندیشنی ور دی

تیره اونۍ د عراق رمادی ښار د داعش وسله والو له لوري ونیول شو. لومړۍ پوښتنه چې رامنځ ته کیږي دا ده چې ولي رمادي سقوط وکړ له دې سره چې په دې وروستیو کې د داعش وسله والې ډلې ډيری تلفات لیدلي او په ډيریو سیمو کې یي ماته خوړلې ده نو دا څه وشول چې دې ماتې خوړلې ډلې یو ځل بیا سر را پورته او پرمختګونه یي تر لاسه کړل او په دې لړ کې یي وکولای شول د عراق روماني او د سوریې پالمیرا ښارونه ونیسي.

د عراق د دولت له پاره د رمادي ښار سقوط د منلو وړ نه دی. د عراق پوځ او ولسي ځواک په دې وروستیو کې په عراق کې لویې لاسته راوړنې درلودې او داسې نه ښکاریده چې داعش دې یوځلې بیا سر را پورته او له پرمختګه د برخمن شي.

د رمادي ښار د سقوط لپاره لومړی دلیل چې شتون لري په عراق کې جمعتي بافت دی په عراق کې ملي اعتبار ډير کمزوری دی او قومي ډلې ددې پر ځای چې له حکومت سره مرسته وکړي له رامڼځ ته شوې وضعیت څخه ګټه پورته کوي او هڅه کوي ترڅو په خپله خوښه پوځي ځواکونه رامنځ ته کړي.

تکریت د ولسي ځواک په مرسته آزاد شو ولسي ځواک چې د عراق له بیلا بیلو سیمو څخه د نجف اشرف دیني مرجعیت په غوښتنه را ټول شوې وو او وسله یي تر لاسه کړې وه د داعش پر وړاندې وجنګیدل. کله چې ولسي ځواک وکولای شول په تکریت کې داعش ته ماته ورکړي امریکا او عربي هیوادونو د عراق په مرکزي دولت فشار راوړ ترڅو د حشد الشعبي په نامه ولسي ځواک د تکریت او نورو ښارونو په نښتو کې ګدون ونکړي او ددوی د جګړې مخنیوی باید وشي.

حتی امریکایانو ویلي وو که چیرې دا وسله وال د داعش پر وړاندې وجنګیږي نو مونږ به د داعش پر مورچلو خپل بریدونه بند کړو. ولسي ځواک د جګړې له ډګره ویستل شو او د داعش لپاره مقابل لوری کمزوری شو   کله چې رمادي سقوط وکړد عبادي حکومت هغه مهال پر ځان پوه شو چې تیروتنه یي کړې ده او یو خل بیا یي له حشد الشعبي ځواکونو څخه وغوښتل ترڅو د جګړې په ډګر کې ونډه وا خلي او یو ځل بیا د داعش پر وړاندې وسله پورته کړي. حتی د رمادي قبایل او د لاانبار ولایت اوسیدونکي چې هم ناهیلې شوې وو له دولت څخه یي وغوښتل ترڅو ولسي ځواک ددې سیمو د ساتنې او دفاع لپاره د جګړې ډګر ته واستوي.

دوهم دلیل چې داعش وکولای شول تر رمادي راورسیږي، قبایلي تګلاره وه چې په دې او یو شمیر نورو سیمو کې د داعش وسله والو خپله کړې ده د عراق دولت په کراتو دې قبایلو ته وسلې ورکړې دي ترڅو د داعش پر وړاندې وجنګیږي خو د ولسي ځواک په څیر چې د عراق په هر ښار کې د دا عش پر وړاندې جګړې ته چمتو دي له داعش سره ونه جنګیدل حتی په خپلو سیمو کې ځینې داسې ریپوټونه هم خپاره شوي چې ګواکي دې قبایلو خپله وسله پر داعش پلورلې او دا دله یي ځواکمنه کړې ده د الانبار او رمادي ولایاتو ځینې قبایلي مشران هم چې له داعش سره جنګیږي غړي او ملګري یي د هغه قبایلو چې له داعش سره یوځای دي او یا هم د داعش له لوري وژل شوي.

د عراق حکومت په د رمادي او الانبار ولایتونو پر ا وسیدونکو باور او اعتبار نلري. په تیرو وختوونو کې یي داعش ته پنا ورکړې وه او حتی هغه وسله یي چې له مرکزي حکومت څخه ترلاسه کړې وه په ځینو سیمو کې یي داعش ته ورکړې ده.

د رمادي ښار د سقوط دریم دلیل چې ګټور وو برهنۍ جرړې لري. امریکایان له دوه زره شپږم کال راهیسې د عراق د ویشلو وړاندېز وړاندې کوي او د رسنیو په واک کې یې ورکوي. په دې و روستیو کې په ځانګړې توګه د داعش وسله والې ډلې په را منځ ته کیدو سره واشنګتن خپله وروستی هڅه وکړه ترڅو په عراق کې دوه نوره اردو یا پوځ چې یو یې د الانبار ولایت او بله یي هم د کردانو لپاره وي رامنځ ته کړي. واشنګټن غوښتل عراق کې درې پوځه ولري چې یو به د عراق مرکي دولت پوځ بل پوځ هم په الانبار او بله به په کردستان کې شتون ولري چې په دې سره د عراق ویشلو ته په ښه توګه لاره هواریدلی شي. ځکه ددې پوځیانو ترمنځ به سیمه ایز او مذهبې مسایل شتون ولري چې په ډيرې هوساینې سره یي د جګړو پلان پلی کیدای شي.

د قبایلو مشران څو ځله واشنګټن ته تللې او هڅه یي وکړه ترڅو د امریکا په مالي او تسلیحاتي مرستو سره په دې سیمه کې یو سل زریز پوځ رامنځ ته کړي چې اوږد مهالی پلان یي د عراق ویشل وه خو د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي د امریکا له دې پلان سره سخت مخالفت څرګند کړ دا مخالفتونه هغه مهال په ډاګه او پیاوړي شول چې د عراق دولت د داعش پر وړاندې لویې بریاوې تر لاسه کړې په داسې حالاتو کې شرایط ګډ وډ شول او داعش چې په تیره موده کې یې دفاعي حالت خپل کړی وو ویي کولای شول یوځل بیا سر را پورته او پرمختګ تر لاسه کړي. واشنګتن د بغداد تسلیحاتي اړتیاوو ته تر ډيره پاملرنه ونکړه او عراق له روسیې څخه د وسلو پیرودلو ته اړ شو.

عراقیانو په کراتو امریکا تورنه کړې چې په عراق کې د ویشلو د پلان په پلي کلوو پسې روانه ده او غواړي په عراق کې ملي یوالی له منځه یوسي. اوس عراق د امریکا غوښتنو ته تر ډيره پاملرنه نکوي او یواځې خپل پوځ او ولسي ځواک ته هیله مند دی. د تکریت په جګړه کې ولسي ځواک په ښه توګه وښوده چې د داعش پر وړاندې په مبارزه کې بریالیتوب تر لاسه کولای شي.

د عبادي لپاره که امریکا او عربي هیوادنه هم قهر جن وي دوی ډيره د پام وړ خبره نه ده ده یوځل بیا په ولسي ځواک غږ وکړ ترڅو د رمادي ښار څخه د وسله والو په شاتمبولو کې له دولت سره مرسته او همکاري وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل