د ارغنداب په جګړه کې ٢٨ وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په جګړه کې ٢٨ وسله وال وژل شوي دي.
د ارغنداب ولسوال مومند نصرتيار د غبرګولي په ٢مه وويل چې تېره شپه تر ٨٠٠ پورې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پر دولتي پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې دغه پوستې د ملي اردو، ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو دي او د وسله والو له بريدونو سره سم يې ترمنځ جګړه رامنځته شوه.
ولسوال وايي چې په دې شپږ ساعته جګړه کې ٢٨ وسله وال مخالفين وژل شوي چې د شپږو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او نور يې له ځان سره وړي دي.
د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې شپږ دولتي سرتېري ټپيان شوي دي.
خو د دغه ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې څلور د ملي اردو سرتېري او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
يادې سرچينې دغه راز وويل چې نن سهار د کلات ښار اړوند د مغليزو په سيمه کې د سړک غاړې ماين په يوه چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي دي.
بلخوا طالب وياند قاری يوسف احمدي وايي چې د ارغنداب په جګړه کې درى طالبان او ١١ حکومتي سرتېري وژل شوي او ٦ طالبان ټپيان دي.