واتیکان د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت وپېژانده
ښاغلي عباس د نړۍ د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسیس سره هم وکتل.
واتیکان وايي، د فلسطیني خپلواک هېواد په رسميت پېژندلو پرېکړه یې کړې ده.
واتیکان دا پرېکړه د تېرې چارشنبې په ورځ (مې ۱۳/ غويي ۲۳) واتیکان ته د فلسطیني کورواکې ادارې د مشر محمود عباس د سفر پر مهال وکړه.
ښاغلي عباس د نړۍ د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسیس سره هم وکتل.
فلسطیني چارواکو او خلکو د واتیکان ددغې پرېکړې هرکلی کړی، خو د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت دا ”نهیلی کوونکی تصمیم” ګڼلی دی.
د کتونکو په اند، د یوه رسمي هېواد په توګه د واتیکان له خوا د فلسطین پېژندل نړیوال هڅوي، چې ددغه هېواد په رسمیت پېژندلو کې یې پلویان ډېر شي.
د فلسطین په رسمیت پېژندونکو هېوادونو ډېروالي د اسرائیلو اندېښنې ډېرې کړې دي.
څو میاشتې وړاندې د فرانسې پارلمان په اکثریت رایو فلسطین ته د یوه خپلواک هېواد پېژندلو په پلوۍ رایې ورکړې. که څه هم دا یوه نمایشي رای اچونه وه، خو فلسطین ته یې ډېر معنوي ارزښت ورکړ.
وړاندې د بریتانیا پارلمان، ایرلنډ او اسپانیا هم ورته ګامونه واخیستل.
د کتونکو په اند، د یوه رسمي هېواد په توګه د واتیکان له خوا د فلسطین پېژندل نړیوال هڅوي، چې ددغه هېواد په رسمیت پېژندلو کې یې پلویان ډېر شي.
سویډن هم د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژانده.
د اروپايي ټولنې ډېری غړو هېوادونو له فلسطین د رسمیت پېژندلو له چارې په څنګ تېر شوي.
تر اوسه د نړۍ تر ۱۳۰ ډېرو هېوادونو فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژندلی دی.