په یمن مرستندویه ادارې جګړه ځپلوملکیانوته د مرستو په رسولو بوختي دي
په همدې حال کې په یمن کې له پینځه ورځني بشري اوربند څخه د سرغړونو راپورونه هم رسیدلي دي.
سعودي عربستان وايي، د ایران له ملاتړه برخمن حوثي شیعه یاغیانو د راکټي حملو او نورو بریدونو له لارې ۱۲ ځله له اوربنده سرغړونه کړې ده.
بلخوا ریپوټونه وايي چې د سعودي په مشرۍ سیمه ائتلاف تیره ورځ د یمن په جنوب کې یوه پیکپ موټر چې حوثي وسله وال په کې سپارل و، په راکټ وویشت.