امریکا له ۲۰۱۷ کاله وروسته هم په افغانستان کې پاتې کیږي

امریکا له ۲۰۱۷ کاله وروسته هم په افغانستان کې پاتې کیږي

په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو، نورو هوایي بریدونه او د امریکا د ځانګړو ځواکونو عملیات ډېر شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو او بهرنيو جنګیالیو په لاس د پردیو د جګړې او ناامنیو زیاتوالي د هېواد امنیت او ثبات له کلک ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر څو ورځې مخکې خبرداری ورکړ چې بهرنیو ترهګرو ډلو افغانستان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

د ښاغلي اتمر په وینا، القاعده، داعش (اسلامي دولت نومې اورپکه ډله)، د پاکستان لشکر طیبه، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ، د تاجکستان د انصارالله ډله او نورې ترهګرې ډلې د افغانستان په ورستیو ناامنیو کې لاس لري.

ده دا هم وویل چې داعش په افغانستان کې هڅه کوي د نشه يي توکو اقتصاد ته لاسرسی ولري او په دې توګه خپل ترهګریز فعالیتونه تمویل کړي.

د افغانستان د ملي‌ امنیت سلاکار د هېواد د امنیتي حالت دا ډول انځور، د افغانستان وضعیت ډېر خطرناکه ښکاره کوي.

د هېواد د امنیتي حالت جدي خرابوالی، د روانې جګړې څرنګوالی او ورسره د رسمي او غیر رسمي سرچینو له خوا رواني جګړه، په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي حضور او د جګړې دوام ته لاره هواروي.

د هېواد له روانو حالاتو ښکاري چې امریکا له ۲۰۱۷ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې کېږي.

په ظاهره ارګ کې باور دا دی چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو د امریکا مالي ملاتړ او په هېواد کې د داعش او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو له خوا زیاتېدونکي ګواښونه، هغه عمده فکتورونه یا دلایل دي چې په اساس یې باید د امریکا پوځي حضور په افغانستان کې دوام ومومي.

د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کېدو راهیسي، ولسمشر غني او د نوموړي د حکومت نور لوړپوړو چارواکو په وار وار د امریکا متحده ایالاتو سره دا غوښتنه مطرح کړې چې دغه هېواد دې له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو په پرېکړه کې نرمي ښکاره کړي.

افغانان په خپل هېواد کې د سولې او ثبات په هیله، د امریکا د متحده ایالاتو سره اوس هم د دوستۍ او همکارۍ ښې اړیکې غواړي خو امریکایي چارواکي باید دا درک کړي چې په افغانستان کې د وژنې د لړۍ دوام د امریکا د حضور او دوو اړخیزو اړیکو لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

د خبري راپورونو په اساس، ښاغلي اتمر څو ورځې وړاندي مشرانو جرګې ته وویل: “افغانستان له امریکا سره د امنیتي همکاریو د تړون له لاسلیکېدو راضي دی.”

له امریکا سره د امنیتي تړون د ملاتړ قوي استدلال، لکه څنګه چې ښاغلی اتمر وایي، دا دی چې د دې قرارداد په اساس، “امریکا د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د ورځې ۱۲ میلیون ډالره مرسته کوي.”

دلته د یادونې وړ ده چې د افغان امنیتي ځواکونو مطلقه مالي تکیه پر امریکا باندې، دغه هېواد لپاره یوه ډېره مهمه وسیله ده.

د پخواني افغان حکومت د ډېرو هڅو او خبرو سربېره، امریکا په تېره یوه لسیزه کې هېڅ کله و نه غوښتل چې افغان امنیتي ځواکونه په واقعي توګه په عصري وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي او یا سمبال شي.

Author

خروج از نسخه موبایل