د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دي او دپاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی

د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دي او دپاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی

ولسمشر د پاکستان له لومړي وزير سره په کابل کي يوې گډې خبري ناستې ته له دي سره ويلي، دواړه هيوادونه بايد د ترهگرۍ پر وړاندي روښانه تگلاره ولري

د پاکستان لومړي وزير هم سوله د دواړو هيوادونو په گټه ښودلې او د ديورند کرښې شاوخواته يي د وسله والو پر وړاندې له گډو عملياتو خبر ورکړی دی

ویل کیږي چې کابل د پاکستاني پلاوی سفر د ولسمشر په بلنه پیل شوی دی. په دې سفر کې د پاکستان د پوځ ستر درستیز راحیل شریف، د بهرنیو او مالیې وزیران او د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د نوازشریف ملتیا کوي.

ولسمشر د پآکستان له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې وویل، د مخالفینو پر وړاندې باید د دواړو هیوادونو تګلاره روښانه وي.

د ملي یوالي حکومت په رامنځ ته کیدو سره ولسمشر د کابل او اسلام آباد تر منځ د ا ړیکو ښه کولو هڅې کړي، د هغه اړیکو چې مخکې له دې ترینګلې وي.

د پآکستان لومړي وزیر هم د دواړو هیوادونو ترمنځ پر دیني او کلتوري ګډو اړیکو د ټینګار ترځنګ سوله او امنیت د دواړو هیوادونو په ګټه ښودلی دی. ده ویلي پاکستان په افغانستان کې د سولې د تینګښت لپاره خپلو ستراتیژیکو همکاریو ته دوام ورکوي. نوازشریف ویلي: مونږ په افغانستان کې د طالبانو له عملیاتو اندیښمند یو او دا بریدونه غندو. له دې سره نواز شریف د دیورند کرښې دواړو خواوو ته د وسله والو پر وړاندې له ګډو عملیاتو خبر ورکړ

د پآکستان لومړي وزیر ویلي: مونږ د هیوادونو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنو ته ژمن یو، د بشري سرچینو پیاوړتیا، په بنسټیزو پروژو کې همکاری، د واټونو او اورګاډي پټلی د رغاونې په برخو کې ژمن یو او په دې هکله مو له افغان حکومت سره خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پآکستان پخواني ولسمشر او د خلق ګوند مشر تیره اونی کابل ته سفر درلود او تیره چهارشنبه د پآکستان استختباراتي ادارې ریس په ناڅآپي توګه کابل ته راغلی وو او له ولسمشر سره یي پټه لیدنه درلوده.

دې ته په کتو سره کارپوهان پر پاکستان د افغان حکومت په ډير باور اندیښنه څرګندوي او د اسلام آباد تګلارې ته د شک په سترګه ګوري.

Author

خروج از نسخه موبایل