د عراق په تازه نښتو کې ۷۹ تنه وژل شوي دی
عراقي چارواکو اعلان کړی، چې د دولتي ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ د سختو او پراخو جګړو په پایله کې له دواړو لورو ۷۹ تنه وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په خبره، په دغو نښتو کې د داعش ۵۰ جنګیالي او ۲۹ دولتي سرتیري وژل شوي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، دغه نښتې د صلاح الدین ولایت په حمرین سیمه کې رامنځته شوې دي.
عراقي چارواکو ادعا کوي، چې په دغو نښتو کې د داعش یو زیات شمېر وسلې او مهمات هم د دولتي ځواکونو لاسونوته لوییدلی دی.
سرچینه ویلی ده، چې د داعش ډلې جنګیالیو له حمرین سیمې څخه شاتګ کړی دی. همدارنګه دولتي سرچینې وايي، په دغو نښتو کې د دولت پلوي قبایلي ځواکونو د یو مهم مشر داود الدیلمي وژنه تاییدوي.