د فراه ولایت کې د داعش مرکزونه له منځه وړل شوي

د فراه ولایت کې د داعش مرکزونه له منځه وړل شوي

د فراه ولایت امینتي مسوولین وایي؛ تیره شپه د دې ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې پر هغو سنګرونو هوایي برید شوي چې له څه مودې راهیسې د اسلامي دولت ډلې له خوا جوړ شوي وو.

د فراه ولایت امنیه قوماندان فضل محمد صمدیار آزادي راډیو ته وویل؛ په دې حمله کې د اسلامي دولت ډلې خیمې چې تور بیرغونه یې پرې ځړولي وو؛ له منځه وړل شوي دي.

د صمدیار په وینا، په دې هوایي برید کې د اسلامي دولت ډلې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او په سیمه کې د هغوی ټول مهمات او وسایل له منځه وړل شوي دي.

تراوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دې ډلې درې میاشتې مخکې ویلي وو چې د فراه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې دوی اویا تنه وسله وال ځای پرځای کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل