کابل ښار کې ۱۴۲ تنه تورن کسان ونیول شول

کابل ښار کې ۱۴۲ تنه تورن کسان ونیول شول

د کابل امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمان رحیمي نن د یوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته د نیول شوو ۱۴۲ تنو تورنو کسانو چې په ۸۳ بېلابېلو پېښو کې یې لاس درلود معلومات ورکړل ویې ویل، د یادو تورنو له ډلې څخه ۱۳ تنه د قتل، ۳۳ تنه یې په سرقت، ۲۱ تنه یې د تښتونې، ۱۳ تنه یې د ناقانونه وسلو ګرځولو، ۲۱ تنه د اخلاقي جرمونو، ۵ تنه لاره شکوونکي، ۵۰ تنه الکولي مشروباتو په پلورلو او یو تن د ۳۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو سره د کابل امنیه قوماندانۍ د بیداره او زړورو منسووبینو د منظمو او په لاره اچولو شوو کاري پلانونو له مخې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.

دغه راز امنیه قوماندان د یادې خبري ناستې پرمهال د ۱۹ قبضی تمانچو، ۲۰ میله کلاشینکوفونو، یو میل ار پي جي راکټ، ۶ کړۍ ماینونو، ۵ لاسي بمونو، ۲۹۴۰ لیتره الکولي مشروباتو، ۱۰۷۹۰ کیلو ګرامه تریاکو، ۳۲ کیلوګرامه چرسو او ۲۲۷۲ کیلو ګرامه هیروینو د نیولو خبر ورکړ ویې ویل، موږ د خپلو ورځنیو کاري کړنو له مخې د مجرمینو په نیولو کې د هرراز قانوني کړنو څخه کار اخلو او ډېر ژر به یو شمېرهغه پاتې مجرمین چې اوس هم په جرایمو ککړ دي ونیول شي.

Author

خروج از نسخه موبایل