د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي امنیتي پوليسو ته امر کړی چې مخالفين هدف ته له رسيدو مخکې په وينو ولمبوي او د توان په لوړولو د هغوی هر ډ ول مبارزې ته چمتو اوسي.
نورالحق علومي ټينګار کوي چي دا ډلې د دې په هڅه کې دي تر څو په افغانستان کې د اډو په جوړولو سره سيمه او نړۍ ناامنه کړي.
هغه وايي چي داعش په افغانستان کي ځاي نلري او دې ډلې ته به په هيواد کي د توانمندي زمينه برابر نشي.
د کورنيو چارو وزير په باور چي په دې فصل کي له جکړې څخه د مخالفينو موخه، په نظامي سنګر د افغانستان بدلول او د سيمي او نړۍ ناامن کول دي چې دې موخې ته به هيڅ کله هم ونه رسيږي.
نن د افغانستان د جکړي دروند بار د ملي ردو سرتيرو ترڅنګ د پوليسو ځانګړي سرتيري په اوږه وړي؛ هغه سرتيري چي د تير کال راهيسې په شل زره عملياتو کې تر اوسه لس زره وسلوال طالبان له پښو غورځولي.