په یمن کي ځمکني عملیات پیل شول

په یمن کي د حوثي ملیشو په خلاف جوړ شوی ائتلاف کې د سوډاني ځواکونو یو قومندان برید جنرال یونس محمود د خبرو په مهال وویل چي د تېرو دوو ورځو په اوږدو کي ائتلاف وکولای شول چې د یمن دوهم ستر ساحلي ښار عدن کې ائتلافي ځواکونه کښته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې نن به رسماً د ائتلافي ځواکونو فرقه چي دغه ښارته څیرمه ځای پرځای شوې ده په عملیاتو پیل وکړي.

جنرال یونس وایي چې ائتلافي ځواکونه به د حوثیانو خلاف د جنګ ترڅنګ پر اړو او بې وزلو خلکو د بشري مرستو په رسولو کی مهمه ونډه ولري.

نوموړی وړاندې وايي چې ائتلافي ځواکونو په داسي حال کي په عدن ښارکي عسکر ښکته او ځای پر ځای کړل چې هوایي ځواکونه دغه ښارته څېرمه یمني حوثي ملیشي تر سخت هوایی بريد لاندې نیولې وې.

برید جنرال یونس محمود چې د سوډان هیواد د دفاع په وزارت کي د سلاکار دنده ترسره کوي وایي چې عاصفة الحزم په نامه سره هوایی عملیات نور پای ته رسیېلي اوس د غه عملیا ت نوي پړاو ته داخل شوي او دا ځمکني عملیات دي چي دائتلافي ځواکونو له لوري به په یمن کي دننه د حوثیانو په خلاف تر سره کیږي.

Author

خروج از نسخه موبایل