ناټو تر ټولو سترې اوبتلي مانورې پیل کړې

ناټو په خپل تاریخ کې د اوبتل ضد تر ټولو لویې اوبتلي مانورې پیل کړې چې پر یوولسو غړونو هیوادوو سربېره یې په لومړی ځل سوېډن هم ور بللی دی چې د دې تړون غړیتوب نه لري.

دا مانورې چې له ناروې سره نږدې په شمالي سمندرګي کې پیل شوې یوولس بېړۍ پکې برخه لري او پوځیان پکې د اوبتلونو په نښه کولو، موندلو او د برید شنډولو تمرین کوي.

یو ځای روزنه زموږ لپاره مهمه ده، په دې سره موږ ټول سیستمونه اغېزناک کارولی او ورته هدفونه ترلاسه کولی شو، دا ډول کوماندو، کنټرول او اړیکې په لویه کچه تمرینیږي، او زموږ لپاره مهمه ده چې دا تمرینونه منظم ترسره کړو.

د روسیې او ناټو ترمنځ د اوکراین د کړکېچ لامله اړیکي د سړې جګړې درشل ته رسېدلي دي او دواړه خواوې د زور ښودلو لپاره ورته مانورې کوي.

روسیه چې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا اویایمه لسیزه لمانځي د دوشنبې په ورځ یې پرمختللې وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې کړل.

د روسیې دفاعي چارواکي وايي، چې د دې مراسمو په مختلفو پړاوونو کې به تر ۱۹۴ ډولو پورې وسله او تجهیزات پرېډ ته وباسي.

Author

خروج از نسخه موبایل