بدخشان کې ۳۵طالب اورپکې او ۱۳افغان سرتیري وژل شوي

بدخشان کې ۳۵طالب اورپکې او ۱۳افغان سرتیري وژل شوي

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د پنځو قوماندانانو په ګډون ٣٥ وسله وال او ١٣ پوليس وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، چې د وردوج ولسوالۍ په باشند، مکتب زو او صوفيانو کلي يوې ډلې وسله والو مخالفينو د پوليسو پر پوستو بريد کړى چې د پوليسو له غبرګون سره مخ شوي دي. سرچينې زياته کړې چې د يادې نښتې په ترڅ کې د ٥ قوماندانانو په ګډون ٣٥ مخالفين وژل شوي او دغه راز د هغوى دوه نور قوماندانان نيول شوي دي. سرچینه کاږي،چې په نښته کې ١٣ پوليس هم وژل شوي او دغه راز ١٧ نور ټپيان شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل