په همدې حال کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره نۍ وايي، د دوی سروې ښيي، چې اووه څلوېښت په سلو کې تاوتریخوالی د دولت له لورې له خبریالانو سره شوی او پاتې یو پنځوس د مافیايي کړیو او وسله والو مخالفینو لخوا ترسره شوی دی.
د نۍ ادارې وویل د تېر کال د مۍ له میاشتې تر دې دمه له دوی سره د ۱۵۰ خبریالانو چې ګواښل شوي شکایتونه درج شوي دي.
د نۍ د ادارې له خوا په کابل کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې د نمانځنې په مهال وویل شول، چې پنځوس فیصده له خبریالانو سره تاوتریخوالی له هیڅ مرجع سره په خپله خبریالانو ندی درج کړی دی.
د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ د ادارې نۍ د رسنیو د څار مسؤل صدیق الله توحیدي وویل ”زه تمه لرم، چې د ملي یووالي د حکومت په استقرار، او د خبریالانو شکایتونو په رسېدنې وضعیت له پخوا ښه شي، که کوم پام و نه کړي، نو ښايي دا شمېره لوړه لاړه شي.”