پر یمن د سعودي عربستان د بریدونو په هکله اندیښنه
پر یمن د سعودي عربستان په مشری د هوایي بریدونو له امله تر اوسه یو زر دوه سوه پنځوس کسان وژل شوي او په زرګونه نور تپیان دي
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون خبرداری ورکړی وو، چې په دې هیواد کې هر ډول چارې او مرستې د هوایي بریدونو او جګړې د دوام له امله د ځنډیډو له ګواښ سره مخ دي او اوس مهال هم ډیری یمنیان بیړنو مرستو ته اړتیا لري.
له دې سره په صنعا کې تیره ورځ د عربي هوایي بریدونو پر وړاندې لوی لاریونونه ترسره شوې او لاریون کونکو تر نږدې راتلونکې د عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونو د بندیدو غوښتنه وکړه.