د تایلند په سويل کې د برمايي مسلمانانو ډله ییز قبر وموندل شو

د تایلند په سويل کې د برمايي مسلمانانو ډله ییز قبر وموندل شو

          د تایلند پولیسو تېره ورځ جمعه خبر ورکړ، چې په دغه هېواد کې یې یو ډله ییز قبر موندل شوی، چې پکی ۳۰ تنه خښ کړای شوي او د برما او بنګله دیش د مسلمانو کډوالو دي.

د راپورونو له مخې، تایلند په وروستیو کلونو کې د انسان قاچاق پر ستر مرکز بدل شوی دی او د دغه هېواد رسمي چارواکي تورن دی، چې د دغه قاچاق په مخنیوي کې وړ اقدامات نه دي ترسره کړي او کله کله په دې برخه کې له قاچاقچیانو سره مرسته هم کړې ده.

ډیری قاچاق شوي کسان، د برما روهینګیايي مسلمانان دي، چې د برما د بودايي توندلارو د ظلمونو او ځورونو له امله، کډوالی ته اړ شوی او د قاچاقچیانو منګولو ته لویدلي دي. دغه کډول قاچاقچیانو ته د پیسې د نه ورکړې په صورت کې یا پلورل کېږي او یا هم وژل کېږي.

د تایلند پولیسو زیاته کړې، چې دغه ډله ییز قبر د دغه هېواد په سویل کې موندل شوی او اټکل کېږي، چې نور ډله ییز قبرونه هم وموندل شي.

د یادونې وړ دی، چې په تایلند کې د انسان قاچاق اصلي قربانیان د برما مسلمانان دي، چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د برما په راخین ولایت کې د مسلمانانو او بوداییانو ترمنځ د نښتې تر رامنځته کېدو وروسته کډوالی ته اړ شوي دي

Author

خروج از نسخه موبایل