افغان ځواکونو په غزني کې د طالبانو ستر مرکز نیولی

افغان ځواکونو په غزني کې د طالبانو ستر مرکز نیولی

د غزني چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم مرکز نیولی دی. د غزني سرپرست والي موسي خان اکبر زاده وايي چې د جهانګیر کلی چې د وسله والو طالبانو ستر مرکز و د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تصفیه شوی دی. اکبرزاده وايي چې طالبانو له همدې سیمې څخه حمله کوونکي او ځانوژونکي نورو سیمو ته لېږل. د غزني سرپرست والي دا هم ویلي چې امنیتي ځواکونو په ناوې ولسوالۍ کې یو شمېر سیمې تصفیه کړې او اته پوستې یې جوړې کړې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل