فساد د افغان حکومت مشروعيت تر پوښتني لاندي راوستلی

فساد د افغان حکومت مشروعيت تر پوښتني لاندي راوستلی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگري استازي(مايکل ميلبن) له دي سره ويلي: فساد په افغانستان کي د ناامنۍ لمن پراخه کړې او شخرو ته يي لمن وهلي ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي، په افغانستان کې د فساد شتون تر ټولو لویه ستونزه ښودلې او پر وړاندې یې د نړیوالې ټولنې مبارزه اړینه ښودلې ده. مایکل میلبن پّ یوې خپرې شوې وینا پاڼه کې نه یواځي دمالي فساد یادونه کړې بلکې سیاسي فساد ته یي هم نغوته کړې ویلي يي دي. فساد په افغاني ټولنه کې جرړې ځغلولې دي او اوس مهال د خلکو د ژوندانه په یوې عادي بڼه اوښتی دی.

ده ویلي دې وضعیت د افغان حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې یي د نشتو او جګړو لمن پراخه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي، د افغانستان رونټیا بنسټ ریپوټ ته، چې له ناامني وروسته فساد د افغانستان پر وړاندې لوی ګواښ او ستونزه ښودل شوې ویلي، په افغانستان کې د پراخ فساد شتون له دې هیواد سره د نړیوالو مرستو پر وړاندې ګواښونه رامنځ ته کړي دي.

ښاغلي میلبن له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اږد مهالو مرستو په ټینګار سره ویلي، حکومت هم باید د فساد په له منځه وړلو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د اروپایي تولنې استازی په داسې حال کې په افغاسنتنا کې د پراخ فساد یادونه کوي چې مخکې له دې سیګار یا د امریکا ځانګړې څیړونکې ادارې په یوه ریپوټ کې ویلي: پّ افغانستان کې د امریکا دفاع وزارت له لوري اوه پڼځوس سلنه لګول شوې بودیجه حساب نلري. له بلې خوا ا فغان حکومت هم تل په فساد کې بهرنیا په لوی لاس لرلو تورن کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل