په هند کې له ولسمشره رسمي هرکلی وشو

په هند کې له ولسمشره رسمي هرکلی وشو

په هند کي له ولسمشره د هرکلي رسمي مراسم نن ددي هيواد لومري وزير له لوري تر سره شول

ولسمشر تيره ورځ هند ته په رسيدو سره په دي هيواد کي له يو شمير افغان کډوالو او محصلينو سره وليدل. دوی په دي ليدنه کي وويل: افغانستان سخت کلونه په مخ کي لري ځکه ددوي په وينا نړيوالو ترهگرو افغانستان په نښه کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګری په هلکه ډیر مالومات نه دي ورکړي خو ویلي یي دي: افغانستان یو یوسل دوه پنځوس کسیزه امینتي ځواک لري چې دا زړور ځواکونه به د افغان حکومت د نسکوریدو مخنیوی وکړي. ولسمشر تیره ورخ نوي ډهلې ته په رسیدو سره د افغان سفارت ودانی د پراختیا د بنسټ ډبره کیښوده او دسفارت هغه ودانۍ چې بیا رغول شوې پرانستله. ښاغلي غني په هند کې د افغاني کډوالو او محصلینو له استازو سره لیدلي دي.

ولسمشر له محصلینو سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان له پراخ اداري او مالي فساد سره مخ دی چې په دې برخو کې اصلاحات وخت ته اړتیا لري. دوی د بیلګې په تګه د هیواد د څلور دیرشو ولایتونو د محاکمو له ریسانو سره د لیدنې یادونه وکړه وویل چې ددوی له لاسه تر سږمو رسیدلی دی. له دې سره ښاغلي غني له هغه کسانو سره چې د افغانستان له تابعیته د تیریدو او دهند تابعیت د تر لاسه کولو هڅه کوي ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به ددوی لپاره ځینې آسانتیاوې رامنځ ته کوي.

ولسمشر د افغان سفارت خونو پر چلند کلکه نیوکه کړې ویلي یي دي دې سفارت خونو ته هغه کسانو لاره پیدا کړې چې له چارواکیو سره تړلې او یا یي بډې ورکړې دي له دې سره ښاغلي غني په بریتانیا کې د افغان سفارت یادونه کړې ویلي يي دي: یواځې په دې سفارت کې لس کسان حاضری لاسلیک کوي خو دنده نه تر سره کوي.

ښاغلي اشرف غني د ملي یوالي حکومت رامنځ ته کیدو په تړاو د غاړې ایښودو دلیلونه هم په ډاګه کړل وویل ددې لپاره چې افغانستان دوه سوه کلونه وروسته پاتې نشي دې مسلې ته یي غاړه ایښې ده. دوی ویلي د افغانستان سیاسي برخې تل د افغانو لپاره زهرجن ګام پورته کړی او تل یي په هیواد کې ستونزې او کړکیچونه رامنځ ته کړي دی خو دا ځل د هیواد پوهانو د تیر تاریخ د بیا ځلې کیدو اجازه نه ده ورکړې.

هند ته له ولسمشره د هرکلي مراسم نن د دې هیواد لومړي وزیر نراندرا موتي له لوري تر سره شول او ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني د هند له ولسمشر بهرنیو چارو وزیر دفاع وزیر ملي امنیت سلاکار او نورو هندي لوړ پوړیو چارواکیو سره وګوري.

Author

خروج از نسخه موبایل