ملا مصطفي له خپلو 27 وسله والو سره د کندز په امام صاحب ولسوالي کي ووژل شو

ملا مصطفي له خپلو ۲۷ وسله والو سره د کندز په امام صاحب ولسوالي کي ووژل شو

کورنيو چارو وزارت ويلي: نومه وړی تيره شپه د امينتي ځواکونو په عملياتو کي وژل شوی دی

دا په داسي حال کي ده چي سيمه ايزو مسولينو ويلي وو که چيري سيمي ته مرستندويه سرتيري وانستول شي کيداشي دا ولسوالي د مخالفينو لاس ته ورشي

د کورنیو چارو وزارت ویاند(صدیق صدیقي) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي(ملا مصطفی) د طالبانو یو پیژندل شوی قومندان ښودلی ویلي يي چې تیره شپه د امنیتي ځواکونو پّ عملیاتو کې له خپلو اوه ویشتو ملګرو سره وژل شوی دی

په کندز ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو ته زور ورکړل شوی او مخکې له دې د امام صاحب ولسوال ویلي وو که چیرې دوی ته مرستندویه سرتیري وانستول شوي کیدای شي دا ولسوالی د وسله والو مخالفینو لاس ته ورشي. بله خوا ویل شوي شل تنه سیمه ایز پولیس د وسله والو له لوري ژوندي نیول شوي او تر اوسه ددوی د برخلیک په هکله مالومات شتون نلري.

بله خوا د بدخشان ولایت وردوج ولسوالی د دولت له وسله والو مخالفینو پاکه شوې ده او په جرم ولسوالی کې عملیات دوام لري. ملي اردو پولیسو او ملي امنیت له څلورو ورځو راهیسې په بدخشان ولایت کې عملیات په لاره اچولي چې په لړ کې یي ددې ولایت د ا مینې قومندان (جنرال بابه جان) په نیا اتلس وسله وال وژل شوي دياو یولس نور ټپیان دي

د هیواد له سویله   جګړه شمال لورې ته لیږدول شوې او اوس مهال دا جګړه په ډيرې چټکی سره روانه ده اوس مهال امینتي سرتیري د هیواد په نهو ولایتونو کې له وسله والو سره به جګړه بوخت دي او وروستیو ناامنیو هیوادوال سخت اندیښمند کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل