د سويلي، ختيځې آسيا هيوادونو سر مشريزه غونډه نن د ماليزيا په پلازمينه کي پيل شوه

د سويلي، ختيځې آسيا هيوادونو سر مشريزه غونډه نن د ماليزيا په پلازمينه کي پيل شوه د ماليزيا لومړي وزير د غونډي په پرانستيونکي وينا کې په سوله ايزو توگه د چين سمندر پر سر د شخړو د هواري او د ترهگري پر وړاندي د گډې مبارزي غوښتنه وکړه

د مالیزیا په پلازمینه کوالالامپور کې ددې هیواد لومړي وزیر د سویلي او ختیځې آسیا هیوادونو په سر مشریزه ناسته کې د سیمې له هیوادونو وغوښتل ترڅو د چین سمندر په تړاو د خبرو له لاری ستونزې هواری کړي له دی سره دوی له تولو هیوادونو غوښتي ترڅو د ترهګری پر وړاندې مبارزه وکړي. رزاق وویل: مالیزیا کله چې ددې ټولنې ریاست پر غاړه ولري د چین سمندر په تراو د ستونزو د هواری اول ه دې لارې د ګتې اخستنې د ځرنګوالي په هکله به هڅې وکړي. ده ویلي: ” مونږ باید د چین سمندر د مالکیت په ګډون ټولې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړو په دې وروستیو کې ځینې ناندریو په دې سمندر کې د نړیوالې سوداګری پر وړاندې ځينې ګواښونه رامنځ ته کړي دي مونږ باید د ستونزو د هواری لپاره د پآم وړ او ګتور ګامونه پورته کړو.”

په دې وروستیو کې د چین سمندر د مالکیت په تړوا ددې او نورو هیوادونو ترمنځ ناندریو زور اخستی دی په دې سمندر کې دیری د طبعی غازو زیرمې شتون لري او په دې وروستیو کې چین پر ځینو رغاونو لاس پورې کړی دی.

چین ددې سمندر د نوي سلنې مالکیت ادعا لري خو دې سمندر په ځنډو کې ځینې براته هیوادونه لکه مالیزیا، فلپین، برونیي، ټایوان او ویتنام د چین دا ادعا نه مني. د مالیزیا لومړي وزیر له چین څخه وغوښتل ترڅو له دې سمندر څخه د دوه زره دوهم هوکړه لیک ته درنښت ولري. د آسه بهرنیو چارو وزیرانو هم له چین څخه وغوښتل ترڅو په دې سیمه کې له رغاونې او د چین سمندر له مالکیت ادعا څخه لاس په سر شي. د مالیزیا بهرنیو چارو وزیر( حنیفه امان) له چین څخه غوښتي ترڅو په سیمه کې له رغاونې به لاس اخستو سره ددې ستونزې د دایمی حل لپاره خبرو ته سره کښیني.

Author

خروج از نسخه موبایل