د کندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې په ساحه کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي

د کندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې په ساحه کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي

د کندهار د سرپرست والي وياند صميم خپلواک وويل چې ياده پېښه نن شاوخوا لس بجې د ښار د اتمې امنيتي حوزې په ساحه کې عمومي محبث ته څېرمه د سړک پر غاړه د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده

هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې د يوې مېرمنې او ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي

نوموړى وايي چې پوليسو د دغو چاودېدونکو توکو په اړه راپور ترلاسه کړى و، خو مخکې له دې چې شنډ يې کړي چاودنه يې وکړه

دغه راز د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکتر د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې دوى ته له يادې پېښې درې ټپيان ور وړل شوي او وايي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى

خو وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي

Author

خروج از نسخه موبایل