اروپایي ټولنې بیړني ناسته تر سره کړې

اروپایي ټولنې بیړني ناسته تر سره کړې

دا ناسته د کډوالو د ژغورنې په موخه په لاره اچول شوې

اروپايي چارواکيو د مديتراني په سمندر کې د کډوالو د ژغورلو په تړاو يوه لس ماده ايزه پريکړه کړې ده

دري ورځي وړاندې په لسگونه کډوال چي د اروپا په لور روان وو د مديتراني په سمندر کي ډوب شوي دي. د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر او د غړيو هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو په لوکزامبورگ کي د غونډې پر مهال په دي سمندر کي د ژغورني عملياتو د ديرښت پريکره وکړه

د اروپا بهرني سیاست مشر(فدریکا موګریني) ددې ټولنې غړیو هیوادونو له لوري، د مدیترانې په سمندر کې د ژغورني عملیاتو د ډيرښت اوله دې لارې د انساني قاچاقو د مخنیوي په موخه د یوې لس ماده ایزې پریکړې له رامڼخ ته کولو خبر ورکړ. ده ویلي: ټولو د انسان د قاچاقو پر مخنیوي ټینګار کاوه او مونږ د ګام پورته کولو پریکړه   کړې چې ځینې به یي تر نږدي راتلونکې په لا ره واچول شي.

ده ویلي د ناجیریا په سمندري ځنډو کې او د لیبیا په ځینې سیمو کې به د انسان د قاچاقو د مخینوي په موخه ځینې پلانونه پلي شي. موګریني وویل: د اروپایي تولنې غړیو هیوادنو د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه کړې چې د مدیترانې په سمندر کې د ژغورني عملیاتو کچه به لوړوي.

په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو هواری په موخه د ټولو هیوادونو دهمکاری غوښتنه شوې ده چې پکې د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګه هم شتون لري.

ده له اروپایي هیوادونو غوښتي ترڅو په مدیترانې سمندر کې د کډوالو د ژغورنې په موخه په ګډه ګام پورته کړي. موګریني خبرداری ورکړی، که چیرې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته نکړل شي په راتلونکو میاشتو کې به له دې هم زړه بوګنونکې پیښې رامنځ ته شي.

له دی سره د د لیبیا ستونزې ته رسیدنه د هر هیواد انساني دنده ښودلې، هغه ستونې ته چې له امله یي د کډوالو شمیره تر ډیره لوړه کړې ده.

په دې غوڼده کې د اروپایي تولنې د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د لیبیا د حالاتو په هکله چې له امله یي له دې هیواده د تیښتې کچه لوړه شوي خبرې کړې دي.

د اروپایي تولنې مشران به د روانې اونۍ پنجشنبه په ورځ د مدیترانې په سمندر کې د ګواښونو د مخنیوې په کله یوه ناسته په لاره واچوي او په دې ناسته کې به بیلا بیل اړخونه وڅیړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو څانګې ویلي: د یکشنبې شپې په پیښه کې تر اتو سوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل