د ملي پوليسو لوړ پوړي چارواکي په فساد ککړ دي

د ملي پوليسو لوړ پوړي چارواکي په فساد ککړ دي

د رويترز خبرآژانس له لوري په تازه خپاره شوي ريپوت کي چي دملگرو ملتونو سازمان په مالي مرسته چمتو شوی راغلي، کورنيو چارو وزارت ځیړنو رياست سه باندي ۲۰۰۰ شکايتونو څخه يواځې ۹ شکاياتونو ته رسيدنه کړې.

په دې ریپوټ کې د کورنیو چارو وزارت ته د ډيری د مالي فساد په هکله شکایتونه را نغښتي دي

په دې ریپوټ کې ویل شوي، کورنیو چارو وزارت تر لاسه شویو له دوه زره ډیرو شکایتونو څخه یواځې نهو ته رسیدنه کړې. ویل شوي ځینې دا شکایتونه د پولیسو په یو سل نولس شمیرې کې ثبت شوي دي. له دې سره د ملګرو ملتونو په ریپوټ کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت د څیړنو عمومي ریس حکیم نجرابي او ددې ادارې نورو لوړ پوړیو چارواکیو دا شکایتونه بې اهمیته بللې او یا یي د څیړنې مخنیوی کړی دی.

په ریپوټ کې ټینګار شوی چې د کورنیو چارو وزارت د څیړنو په څانګه کې لارښونکی فساد شتون لري او حتی د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د فساد رامنځ ته کیدو ته لاره هواره کړې ده او په ځینو برخو کې یي لاس هم درلود.

خو کورنیو چارو وزارت دا ریپوټ رد کړی او په دې هکله یي ځواب ویلو ته چمتوالی ښودلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی ویلی، له دوه زره یوسل شپیتو شکایتونو څخه درې سوه شکایتونو ته رسیدنه شوې.

Author

خروج از نسخه موبایل