ولسمشر د افغانستان په خصوصي څانگه کي د ايراني پانگونې غوښتنه وکړه

ولسمشر د افغانستان په خصوصي څانگه کي د ايراني پانگونې غوښتنه وکړه

محمد اشرف غني نن د ايران سوداگری، صنايع او بزگری په خونه کي افغانستان ته د ايراني تقلبي توکيو په راوړلو نيوکه وکړه او دا يي د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداگری په زيان ښودلی دی

ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان او ایران اقتصادي فعالینو په غونډه کې چې په تهران کې تر سره شوې، له ایراني خصوصي پانګوالو غوښتې ترڅو په افغانستان کې د کارنځاینونو په رغاونه، په توکیو د اومه موادو د اړولو او نورو خصوصي برخو کې پانګونه وکړي. دوی له ایرانه افغانستان ته، د تقلبي توکیو په نامه د ځینې موادو پر راوړلو نیوکه وکړه او دا یي د دواړو هیوادونو د سوداګری لپاره لوی زیان ښودلی دی. ښاغلي غني د ایران چابهار بندر د افغانستان لپاره اړین او حیاتي ښودلی ټینګار یي کړی، چې په دې لاره په مصونه توګه لیږد رالیږد اړین دی.

د ښاغلي غني په وینا: ترانزیتي شبکې رامڼځ ته کیدل به د ایران، د افغانستان لودیځو هیوادونو، چین او د منځنۍ آسیا نورو هیوادونو ترمنځ د سودګرۍ کچې د لوړیدو لامل شي. له دې سره په افغانستان کې د کرنې د پرمختګ په برخه کې د ایران د مرستې غوښتنه کړې ده ویلي یي دي: مونږ پرمختللو بانکونو او ترانزیت ته لاس رسی نلرو او په دې برخه کې د ایراني شرکتونو له ګډونه هرکلی کوو.

په دې ناسته کې د ایران سوداګری صنایع او کرنې خونې ریس (غلام حسین شافعی) ویلي: ایران ته د ولسمشر اشرف غني سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پرانستلی دی. ښاغلي شافعی د افغانستان اقصادي وده، د کورنیو تولیداتو د کچې لوړول، د بنسټیزو پروژو رغاونه، د بهرنۍ پانګونې خپلول او د دوه او څو اړخیزو همکاری پرمختیا له افغانستان سره د همکاریو له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي. ده ویلي: ایران له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ودې غوښتونکی دی او افغانستان ددوی لپاره لومړنیو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. له دې سره دوی د دواړو هییوادونو ترمنځ د ګمرکاتو د همکاری غوښتنه هم وکړه.

Author

خروج از نسخه موبایل