د چين ولسمشر پاکستان ته رسيدلی دی

چين او پاکستان پراخي سوداگريزي او اقتصادي اړيکي لري او ټاکل شوې ددې سفر په لړ کي د لسگونو ميليونو ډالرو په ارزښت د دواړو هيوادونو ترمنځ ځيني تړون ليکونه لاسليک شي

پآکستان ته د چین ولسمشر(شي جین پینګ) په دې دوه ورځينې سفرکې، یو شمیر چینایي لوړ پوړې چارواکي سوداګرو او پانګوال ملتیا کوي. د پاکستاني رسنیو د ریپوټونو له مخې، ددې سفر په لړ کې به د دواړو هیوادونو د چارواکیو ترمنځ د سوداګری او پانګونې په برخه کې په څانګړې توګه په پاکستان کې د پنځه څلویښتو میلیاردو ډالرو په ارزښت د چین پانګونې په هکله تړون لیکونه لاسلیک کړي. دوی به د هغه لارې په جوړولو هم خبرې و کړي کوم چې د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه پیل او بیا د چین تر سینګیانګ ایالته رسیږي او په دې سره به چین د هند اوقیانوس او له دې وروسته د منځنۍ آسیا هیوادونو ته لاره پیدا کړي

له دې سره د چین دولت غواړي په پاکستان کې د اورګاډي پټلی او د واټونو په رغاونه کې هم پانګونه وکړي. د چین ولسمشر به له خپل پاکستاني سیال او لومړي وزیر سره وګوري او د پآکستان په پارلما کې به خپله وینا واوروي.

د شینهوا خبري آژآنس د چین ولسمشر له لوري لیکلي: چین او پآکستان د اقتصادي او سوداګریزو ټینګو اړکیو ته اړتیا لري.

پآکستاني چارواکیو له خپلو چینایي میلمنو څخه ډير تود هرکلی وکړ، د اسلام آباد هوایي ډګر او ځینې واټونو کې د دواړو هیوادونو د مشرانو انځورونه او بیرغونه ځړول شوي وو او کلک امنیتي چمتوالی نیول شوی دی

Author

خروج از نسخه موبایل