د مديتراني په سمندرکي د 700 کډواليو بيړۍ په ډبيدو سره د ايټاليا لومړي وزير د کابيني بيرني ناسته تر سره کړې

د مديتراني په سمندرکي د ۷۰۰ کډواليو بيړۍ په ډبيدو سره د ايټاليا لومړي وزير د کابيني بيرني ناسته تر سره کړې او له اروپايي هيوادونو څخه يي غوښتي تر څو له دي سمندر څخه د تيريدونکو کډوالو ژوند ژغورني په موخه نوي گامونه پورته کړي. (ماتیرو رنزي) په یوه مطبوعاټي مصاحبه کې ویلي: له اروپایي هیوادنو څخه غواړي ترڅو د پنجنشبه یا جمعې په ورځ د مدیترانې په سمندر کې د کډوالو د ډوبیدو ستونزې د هواری په موخه په یوه نا سته کې ګډون وکړي.

د ایټالیا لومړي زویر ویلي: حکومت یي د هغه قاچاق وړونکو نیولو او د قانون منګلو سپارلو ته ژمن دی کوم چې دډې بیړیو د ډبیدو لاملین دي.

د ریپوټونو له مخې، پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې کله چې د ډبیدونکي بیړۍ سپرلیو نږدې بیړې ته د ځان د ژغورنې په موخه د رسیدو هڅه کوله.

د کډوالو څانګې په مدیترانې سمندر کې دا بیسارې زړه بوګنونکي پیښه ښودلې. د مالوماتو له مخې تر اوسه ددې بیړیو یواځې پنځه ویشت کسان ژغورل شوي دي.

د بشر حقونو بنسټونو په اروپایي هیوادونو کلکه نیوکه کړې ویلي یي دي چې دا هیوادونه د کډوالو په ژغورلو کې له بیغوریه کال اخلي. اروپایي هیوادونو له ایټالیا پرته د کډوالو د بیړیو د ژغورلو عملیات ډیر لږ کړي په دې موخه چې کیدای شي دې ټولنې د غیر قانوني کډوالو مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې د ریپوټ له مخې، د روان زیږدیز کال د جنوری میاشتی له لومړیه د اپریل تر پنځه لسمې نهه سوه کسان په ډې سمندر کې ډوب شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دوه زره څوارلسم کال کې د ډوبو شویو کسانو شمیره تر دریو زرو پنځه سوه کسانو ورسیده.

Author

خروج از نسخه موبایل