اسرايلي رژيم د هغه فلسطيني مالي سرچينو خوشي کولو ته غاړه ايښې

اسرايلي رژيم د هغه فلسطيني مالي سرچينو خوشي کولو ته غاړه ايښې، کوم چي له څه مودي راهيسي يي بندي کړې وي. د فلسطيني اداري مشر په دي هکله د دواړو خواوو له هوکړې خبر ورکړی دي

د اسرایلو له لوري د فلسطیني مالي سرچینو بندښت چې کچه یې سلګونه میلیونو ډالرو ته رسیږي، د فلسطین دولت له ډيریو ستونزوسره مخ کړی وو، په ځانګړې توګه د دولتي کارکونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې. د فلسطین لومړي وزیر ویلي، دولتي کارکونکو د دیسمبر میاشتې راهیسې یواځې خپل شپیته سلنه معاشونه تر لاسه کړې دي. د ریپوټونو له مخې اسرایل به د روانې اونۍ د دوشنبه په ورځ له دې پیسو څخه څلور سوه نهه پنځوس میلیونه ډالره فلسطین ته ورکړي. فلسطیني ادارې خبرداری ورکړی که چیرې اسرایل دوی ته دا پیسې ورنکړي، د جرایمو نړیوالې محکمې ته به شکایت وکړي.

د فلسطین مالي سرچینې چې د دولتي لګښت له دریو دوه برخې جوړوي، د اسرایلو له لوري ددې رژیم په پولو کې د فلسطین لپاره راټولیږي.

د فلسطین لومړي وزیر، رامي حمد الله ویلي: ددې پیسو په ترلاسه کولو سره به د یوسل اتیا زره دولتي کارکونکو پاتې معاشونه ورکړل شي. فلسطین او اسرایلو په نولس سوه څلور نویم کال کې د اسرایلو له لوري د فلسطنیی مالي سرچینو د راټولوولو او په میاشت کې د فلسطین دولت ته د ورکولو پریکړه کړې ده، خو اسرایلو تل له دې بهیره د فلسطین پر ادارې د فشار د وسیلې په توګه کار اخستی دی

Author

خروج از نسخه موبایل