د صدام حسین مرستيال( عزت ابراهيم الدوري) وژل شوی دی
د صدام حسین مرستيال( عزت ابراهيم الدوري) وژل شوی دی
د عراقِي چارواکيو په وينا: نومه وړی د صلاح الدين په ايالت کي د وسله والي نښتې پر مهال وژل شوې. خو دده پلويانو بيا دا خبر رد کړی
د صلاح الدین والي په وینا: (عزت ابراهیم الدوری) په تکریت ښار کې د ولسي ځواک له لوري وژل شوی دی.
د العربیه ټلویزیون د یوه انځور په ښودلو سره ویلي چې دا د عزت ابراهیمی الدوري د مړي انځور دی.
دا په داسې حال کې ده چې د بعث ګونډ یوه غړي دده د وژل کیدو په هکله ریپوټونه بې بنسټه ښودلې دي. خو ده د منصوب انځور او د مرګ په هکله یي د خبرونو لمن پراخه شوې ده.
ابراهیم الدوري هغه کس دی چې په عراق کې یې د داعش وسله والې ډلې په رامڼڼځ ته کولو کې مهم رول لوبولی دی.
دوه اویا کلن الدوري د یوې وسله والې ډلې مشرې کوله او په عراق کې یي د داعش ډلې په پرمختګ کې م هم رول درلود
دی تر دوه زره دریمه د صدام حسین مرستیال پاتې شوی دی.