ملگرو ملتونو په يمن کې له اړو کسانو سره د مرستې په موخه د 273 ميليونو ډالرو غوښتنه کړې ده
ملگرو ملتونو په يمن کې له اړو کسانو سره د مرستې په موخه د ۲۷۳ ميليونو ډالرو غوښتنه کړې ده
دې ادارې ويلي: تر اوسه د نښتو او جگړې له امله ۱۵۰ زره کسان کډوالی ته اړ شوي او خلک د خوراکي توکيو له سخت کمښت سره مخ دي.
په یمن کې د عربستان په مشرۍ د ایتلاف هوایي بریدونو او منصور هادي پلویانو او حوثیانو ترمنځ د تښتو په لړ کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که چیرې له یمنیانو سره مرسته ونشي په دې هیواد کې به ډیر بد حالت رامنځ ته شي. دوی ویلي د نښتو او جګړې له امله تر اوسه یوسل پنځوس زره کسان کدوالی ته اړ شوي او اوس مهال په دې هیواد کې ډيری خلکو د خوراکي توکیو، څښلو پاکو او ابو درملو او نورو اړتیاو وو له کمښت سره دي. دې ادارې ویلي په ځینو سیمو کې بیې حتی تر څلورو برابرو لوړې شوې دي.