د لبنان حزب الله ډلي مشر(سيدحسن نصرالله) د امريکا په ملاتړ پر يمن د سعودي عربستان بريد غندلی دی
ده له يمن سره د يوالي په نامه غونډه کي چي تيره ورځ تر سره شوه وويل: د يمن ستونزه بايد د خبرو له لاري هواره شي
د لبنان حزب الله غورځنګ مشر(سید حسن نصرالله) په دې غوڼده کې ویلي: «عربي چارواکي وایي چې له دې جګړه موخه د عربي هویت ساتنه ده، خو آیا عرابو دوی ته پر یمن د جګړې جوازورکړی دی؟ دا جګړه د عربو پر خلاف ده.»
له دې سره نصرالله ویلي: «څرنګه چې مخکې مې وویل، ددې جګړې اصلي موخه پر یمن د سعودي او امریکایي استلا بیا رغاونه ده.»
ده ددې ترځنګ هغه ادعاوې چې ګواکي د یمن له مشروع حکومت څخه دفاع کوي د پوښتینې لاندی راوستلو سره وویل: «هغه کسان چې پر د ولتي ادارو بندیرونو او نورو مرکزونو بریدونه کوی، ایا په همدي ډول وي له مشروع حکومت څخه دفاع؟. »
سيد حسن نصرالله زیاته کړه: پر یمن د بریدونو له امله اوس مهال دوه څلویښت میلیونه یمنیان د خوړو اوبو او روغتیا یی چارو څخه بې برخې دي. ده ویلي د تښتیدلي ولسمشر(عبدروبه منصورهادي) د حکومت بیرته راګرځولو په موخه هوایي بریدونه تر اوسه پاتې راغلي او تیښتیدلی و لسمشر اوس هم په ریاض کې اوسیږي.
ده ویلي بریګر د خلکو په زړونکې د واټن تخم په کرولو کې پاتې راغلي او په یمن کې د دې تیري پر وړاندی ملي غبرګون را پاریدلی دی.
عربستان د روان کال وري میاشتې له شپږمې یعنې د مارچ میاشتې له شپږویشتمې هڅه کوي تر څو د یمن تښتیدلی ولسمشر بیرته خپل هیواد ته راوګرځوي اوله دې نیټې راهیسې یي د ملګرو ملتونو له مجوز پرته پر دې هیواد ه وایي بریدونه پیل کړي دي.
د رارسیدلو ریپوټونو له مخې تر اوسه په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ سوه کسان وژل شوي او په زرګونه نور ټپیان دي.