په کاپیسا کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته روانه ده

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه روانه ده. د کاپيسا امنيه قوماندان خواجه فقيراحمد صديقي وايي تر اوسه د ملکي وګړو او وسله والو په ګډون ٣٠ کسانو ته مرګ اوښتې ده. د سيمې اوسېدونکي وايي په تګاب ولسوالۍ کې د اله ساى عمومي سړک د دواړو لوريو ترمنځ د جګړې سيمه ده. د امنيه قوماندان په خبره چې امنيتي ځواکونه اله ساى ته د امنيت ساتنې په موخه پر لاره وو چې له مخالفينو سره په جګړه کښېوتل. صديقي جګړه اوس هم روانه ده او تر اوسه ١٥ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بل پلو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د دغې جګړې پر مهال یو توغندی د عامه خلکو پر کور لګېدلی چې له امله یې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د پېښې یو تن عیني شاهد سپوږمۍ راډېو ته د ټيلیفون پر لیکه وویل، چې پر دغه کور لګیدلی توغوندی د دولتي ځواکونو له لوري توغول شوی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل